1 اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم، تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه،
تۀ مې خُدائ پاک يې او زۀ به ستا شُکر ادا کړم، تۀ مې خُدائ پاک يې زۀ به ستا لوئى بيان کړم.
زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.
وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى.
مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمدوثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.
خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ د ډېر وخت نه خاموش وم، زۀ د ډېر وخت نه چپ وم نو غږ مې نۀ کولو. خو اوس زۀ د داسې ښځې په شان يم چې فرياد کوى او چغې وهى لکه چې ماشوم يې پېدا کيږى او ساه ساه يم.
اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم.
د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى.