5 اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى، او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.
ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى، ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے، او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.
راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت، مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.
پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه، او جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.
پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه، او خپل جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.
د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے، پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.