Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 107:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا هغوئ په خپلو سختو کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، هغۀ بيا هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 107:6
14 Iomraidhean Croise  

په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو.


خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،


نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.


نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.


نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، او هغوئ ته يې د مصيبت نه خلاصون ورکړو.


په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan