4 په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل، او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.
هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى.
مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.
لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.
زما ګډې په ټولو غرونو او اوچتو غونډو سرګردانه وګرځېدلې. هغوئ په ټوله زمکه باندې خوَرې شوې، او چا هم نۀ د هغوئ لټون وکړو او نۀ يې وکتلې.
ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړيږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.
هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.
هغۀ تاسو د هغه لوئ او يروونکى بيابان په لاره بوتلئ چرته چې زهريله ماران او لړمان وُو. په هغه خُشکه او تږې زمکه کښې هغۀ ستاسو دپاره د سختې تيږې نه اوبۀ روانې کړې.
دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل.
او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.