Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 107:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل، د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 107:3
14 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه، او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه، نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.


ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“


د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم.


مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.


نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.


زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ.


ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.


کله چې زۀ هغوئ د نورو قومونو نه واپس راولم او هغوئ د خپلو دشمنانو د مُلکونو نه راغونډ کړم، نو زۀ به خپل ځان د نورو ډېرو قومونو د سترګو په وړاندې د دوئ په وسيله مقدس ښکاره کړم.


نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan