12 هغۀ هغوئ په سخت تکليف کښې واچول، هغوئ تيندکونه خوړل خو مدد يې چا هم نۀ کولو.
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.
نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“
چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“
خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى.
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے، او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.
زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو.
فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.
او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُتخانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو.