10 په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو، قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،
نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.
توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.
د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې، د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.
تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.
نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى.
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“
او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“