زبور 107:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده پاتې کيږى. Faic an caibideil |
اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.