9 او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.
هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو، نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.
سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.
چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.
هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.