4 په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،
زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه.
ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه.
ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.
نو اے خُدايه پاکه، زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.
ما ته راشه او په ما رحم وکړه څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى
زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بېبها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“
شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېريهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.