26 وګوره بيړۍ په کښې ځى راځى، سمندرى بلاګانې تا جوړې کړې چې په کښې لوبې کوى.
زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.
اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده.
لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.
او څۀ خلق په سمندرى بيړو کښې په سمندر کښې لاړل، او هغوئ په زورَورو اوبو کښې تجارت کولو.
تا د سمندرى بلاګانو سرونه مات کړل، او د صحراګانو په ځناورو دې د دوئ غوښې وخوړې.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى.