23 نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى، چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)