22 خو چې کله د سحر نمر راښکاره شى، نو بيا هغوئ په خپلو غارونو کښې اودۀ شى.
بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى.
ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى.
هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.