Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 104:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 104:21
11 Iomraidhean Croise  

ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې،


کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟


او د ټولو سترګې تا ته دى، او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.


هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.


د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى.


څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.


تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.


اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.


آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan