18 په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى، په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.
تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
ځنګلى سوه خو کمزورے مخلوق دے خو په ګټانو او ګړنګونو کښې ځانله کور جوړوى،
خو صِرف هغه ځناور به حلال وى چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند هم وهى. تاسو اوښ، سوه، يا ځنګلى سوه نۀ شئ خوړلے. دا به خامخا حرام ګڼلے شى، ځکه چې دا بيا بيا شخوند وهى خو سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى.
ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو.