16 د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې، د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.
د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى، د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.
هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،
زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.
د کجورو اوږدو قطارونو په شان يا د سيند د غاړې د باغونو په شان، د مالِک خُدائ کَرلى عُود په شان يا د اوبو په غاړه د دِيار په شان.