زبور 104:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى. Faic an caibideil |
هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.