14 تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.
په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.
هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوهدارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.
دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.
کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بېکوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“
اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى.
اخىاب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.
په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.
چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟
او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى، د هغۀ مينه ابدى ده.
کله چې ګياه ختمه شى او نوې ګياه راشنه شى او ګياه د غرونو نه راجمع کيږى،
اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.
نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.
او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ.