Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 104:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 104:13
11 Iomraidhean Croise  

داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،


هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.


هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.


کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


د مالِک خُدائ محل بره تر آسمانه پورې رسيږى، او د هغې بنياد يې په زمکه اېښے دے، هغه د سمندر نه اوبۀ راوباسى او د باران په شکل يې دوباره په زمکه راوروى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.


چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.


هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“


خو چې تاسو کومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرونو، مېدانونو مُلک دے، يو داسې مُلک چې په باران اوبۀ کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan