12 مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى، او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.
هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.
ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو، ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،
زۀ د غرونو هر يو مارغۀ نه خبر يم، او د هوارو ټول مخلوق زما دى.
چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے، طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده، ستا د قربانګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،
د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“