11 او د بيابان ټول ځناور ترې نه اوبۀ څښى، او ځنګلى خرونه ورباندې خپله تنده ماتوى.
او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.
مالِکه خُدايه چې خپل لاس پرانيزې، په خپله د هر يو ژوندى څيز لوږه تنده ختموې.