Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 104:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 104:1
16 Iomraidhean Croise  

اے د مالِک خُدائ ټولو مخلوقاتو د هغۀ د بادشاهۍ په هر ځائ کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ. اے زما روحه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.


خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.


مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.


اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې، د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،


مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.


ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.


شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.


هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.


ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.


ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،


اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan