5 او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى، نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.
د هغۀ بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شى، په هغۀ دې د ځوانۍ ورځې بيا راشى.
کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى، او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.
خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.
نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.
او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم.