Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 103:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 اے د مالِک خُدائ ټولو مخلوقاتو د هغۀ د بادشاهۍ په هر ځائ کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ. اے زما روحه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 103:22
14 Iomraidhean Croise  

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.


اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.


خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.


اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.


زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.


د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.


هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.


ځنګلى ځناور، ګيدړان او شتر‌مرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.


اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.


اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan