2 اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.
خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.
کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ، او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.
هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،
کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“
زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بېشمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.
هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو.
تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بېشعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.
نو پام کوئ چې مالِک خُدائ هېر نۀ کړئ کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.
”د مالِک خُدائ ثناء دې وى. مشرانو د بنى اِسرائيلو لارښودنه وکړه، او خلقو په خوشحالۍ سره ځانونه پېش کړل.
زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.