18 او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ د لوظ پابند وى، او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.
هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“
د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.
اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.
بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“
زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
هغه مزى به تاسو ته دا دريادوى چې زما ټول حُکمونه منئ او تاسو به په پوره توګه زما يئ.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ
کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،
لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.