16 کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.
حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.
خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟
کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى.
يو آواز ووئيل، ”چغه ووهه.“ نو ما تپوس وکړو، ”زۀ څۀ چغه ووهم؟“ دا چې بنى آدم د واښو په شان دى، او د هغوئ ښائست د ځنګلى ګل په شان دے.
کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.