14 ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟
زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.
تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“
راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“