Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 103:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 103:11
12 Iomraidhean Croise  

پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى.


تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.


ځکه چې زمونږ دپاره د هغۀ مينه ډېره لويه ده، او د مالِک خُدائ وفادارى د تل دپاره ده، ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.


د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې، تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې، او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.


مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.


ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، هم ستا وفادارى آسمانونو سره لګيږى.


زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“


څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دى.


لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.


او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan