9 ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.
ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
د روټۍ په ځائ يې زهر راله راکړل، د اوبو په ځائ سرکه يې راله راکړه.
تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل، او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.
دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بېلارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“
دا په جات کښې دشمن ته مۀ وايئ، او مۀ ژاړئ. په بيتعفره کښې په خاورو کښې ورغړېږئ.
هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى.