Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 102:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 102:8
15 Iomraidhean Croise  

قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟


زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى، او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“


زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى، او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى.


ډېرې بې‌عزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.


ما په تير شوو ورځو سوچ کولو، په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.


په کومو پيغورونو چې مالِکه خُدايه ستا دشمنانو ما پورې وخندل، په کومو چې دوئ په هر قدم کښې ستا د مسح شوى پورې وخندل.


زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،


ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په بابل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخى‌اب په شان کار وکړى څوک چې د بابل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.


خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“


ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.


کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل.


ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بې‌عزتى کوى د هغوئ بې‌عزتى په ما راغله.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan