7 ويښ پروت يم او زۀ د هغه مارغۀ په شان شوم، چې ځان له پاس په چت باندې اوسيږى.
زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم.
زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې، هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.
د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى، تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.
ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم، زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم.