5 زما په زوره زبيرګو په وجه، تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.
د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.
ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.
ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.
په سحر کښې راټوکيږى او تازه وى، په ماښام کښې مړاوى شى او اوچ شى.
خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى.
خو اوس د هغوئ مخونه سکارو نه زيات تور دى. هغوئ په لارو کوڅو کښې د خلقو د پېژندګلو نه وتى دى. د هغوئ څرمن د هغوئ هډوکو پورې انښتې ده او هغه لکه د پوستکى په شان اوچه شوې ده.
هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو.