4 زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو، ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.
د هغۀ د دربار آفسران به ورتلل او د هغۀ د پاڅېدو کوشش به يې کولو، خو هغۀ به اِنکار کولو او د هغوئ سره يې هيڅ هم نۀ خوړل.
بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بېوفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو.
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.
زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.
نو د هغوئ لوږه ختمه شى، او مزېدار خوراک ته يې هم زړۀ نۀ کيږى.
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.
ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.
ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم، او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم.
کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.
هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم.
زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے.
هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو.