27 خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې، او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.
بېشکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.
ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.
”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.
عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“