21 نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى، او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.
زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.
د قېديانو فرياد په خپله واوره، په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.
نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو، او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.
لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.
ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.
د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.
هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.