2 خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“
نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.
اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟
اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه، تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.
خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.
خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له، زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.
ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.
د خپل بنده نه دې مخ مۀ پټوه، په سختۍ کښې راګېر يمه دُعا مې زر قبوله کړه.
پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه، مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.
په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه، ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واورېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو او د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره يې خپل هغه لوظ راياد کړو.
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.