18 د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.
دېوالونو ته يې وګورئ او په محلونو يې نظر واچوئ، ترڅو تاسو د هغې نه خپل آئنده نسلونه خبر کړئ.
اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ، سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.
کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپينږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
د هغۀ د بادشاهۍ په اول کال، زۀ دانيال د مقدسو صحيفو نه پوهه شوم، د مالِک خُدائ د هغه کلام په مطابق چې هغۀ يرمياه نبى له ورکړے وو، چې يروشلم به د اويا کاله پورې وران وى.
خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.