Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 102:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د هغې کاڼى ستا په خِدمتګارانو ګران دى، او د هغې په يوې ذرې خاورې هم رحم کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 102:14
20 Iomraidhean Croise  

بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.


عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.


هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


خو بيا ما هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ مونږ په دې وجه په تکليف کښې يُو چې يروشلم تباه شوے دے او د دې دروازې سوزولے شوې دى. راځئ چې د يروشلم دېوالونه بيا جوړ کړُو او د دې بې‌عزتۍ نه ځان خلاص کړُو.“


او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“


د يهوداه خلقو يوه سندره لرله او هغوئ ووئيله، ”مونږ مزدوران کمزورى شوى يُو، دومره ماتې خَښتې به څنګه اوچتوُو. مونږ دا دېوال نن څنګه جوړ کړُو؟“


د خپلو ملګرو او د سامرى فوجيانو په مخکښې يې ووئيل، ”دا بدبخته يهوديان چې څۀ کوى د هغې په حقله يې څۀ خيال دے؟ د هغوئ اراده د ښار بيا جوړولو ده څۀ؟ ولې د هغوئ خيال دا دے چې صِرف د يو څو قربانو پېش کولو په وجه به هغوئ هغه دېوال په يوه ورځ کښې جوړ کړى؟ هغوئ د سوزېدلو کاڼو او د ملبې د ډېرى نه د عمارت کاڼى جوړولے شى څۀ؟“


نو مونږ د دېوال په جوړولو باندې لګيا وُو او دا دېوال زر د نيم اوچتوالى پورې جوړ شو، ځکه چې خلقو به په شوق سره د دې کار کولو.


اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے ځکه چې ستا قانون مات شوے دے


اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.


خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.


د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“


يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په بابل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.


اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.


څۀ وخت وروستو نعومى خبر شوه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو ته د فصلونو نعمت ورکړو، هغه د اِنږوريانو سره د موآب نه تللو ته تياره شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan