13 تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې، او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې، او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.
ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى، او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى.
پاڅه او زمونږ مدد وکړه، او د خپلې ابدى مينې په وجه دې مونږ ته خلاصون راکړه.
پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.
اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.
تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.
د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه، تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده.
په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى،
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.
د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.
د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.
مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.
نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.
خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،
تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى.
خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى.