10 ستا د قهر او لوئ غضب په وجه، نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.
کېدے شى ستا خيال دا وى چې د هغوئ په وجه به تاسو په جنګ کښې تکړه شئ، خو دا د خُدائ پاک کار دے چې هغه دا طاقت لرى چې چا له فتح يا شکست ورکړى. خُدائ پاک به ستاسو د دشمنانو په وجه تاسو له شکست درکړى.“
مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.
زۀ د خپلو ټولو ګناهونو اقرار کوم، زۀ په خپلو ګناهونو ډېره پښېمانتيا کوم.
ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.
تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،
”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.
زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
مونږ زورول کيږُو خو پرېښودل کيږُو نه، مونږ وهل کيږُو خو هلاکيږو نه.