1 اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما، تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.
اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
نو ځکه روح مې په بدن کښې کمزورے کيږى، نو دغه شان د يرې نه زما زړۀ په ما کښې ودريږى.
اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،
زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.
د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم، او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.
تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو.
”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“