اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.