Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 101:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 101:2
22 Iomraidhean Croise  

ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“


داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.


او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.


او کۀ تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے،


اګر چې آسا بيا هم په هغه مُلک کښې علاقائى عبادتخانې تباه نۀ کړې، خو هغه ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار پاتې شو.


خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.


زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى، چې هغوئ ما سره اوسيږى. د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغوئ به زما خِدمت کوى.


ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه


اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه


خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم، په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.


بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په وفادارۍ سره ستا خِدمت کړے دے او هغه عمل مې کړے دے چې ستا په نظر کښې صحيح وى.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.


خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


اخيمُلک ورته وفرمائيل، ”ستا په ټولو نوکرانو کښې د داؤد په شان وفادار څوک دے؟ هغه د بادشاه زوم دے، ستا د ټولو محافظانو فوجيانو مشر دے او ستا په دربار کښې ډېر زيات عزتمند دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan