1 زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم، او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.
هغوئ به ستا د بېاندازې ښۀوالى جشن کوى، او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.
اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.
زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.
هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،
د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى، ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.