Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 100:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 100:4
17 Iomraidhean Croise  

اوس زمونږ خُدايه پاکه، مونږ ستا شُکر کوُو او مونږ ستا د جلال نه د ډک نوم ثناء صِفت کوُو.


بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.


اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.


چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.


په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى


زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،


راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمد‌و‌ثناء سندرې ووايو.


مالِک خُدائ ته سرود ووايئ او د هغۀ د نوم ثناء ووايئ، او د هغۀ خلاصون هره ورځ بيان کړئ.


د مالِک خُدائ هغه لوئى بيان کړئ کومه چې د هغۀ نوم سره ښائى، د هغۀ دربار ته راشئ او يوه نذرانه راوړئ.


هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan