1 اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،
اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.
خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى، چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى.
اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.
په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى ستا حمدوثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“
ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
د دُنيا بادشاهتونو د خُدائ د لويئ سندرې ووايئ، مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ او ثناء صِفت بيان کړئ.
اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،
سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې.
مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.
اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېريهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“
قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.