4 خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک، په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.
چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو،
هغوئ خُدائ پاک ته وئيلى وُو چې زمونږ نه قلار شه، او داسې يقين يې لرلو چې قادر خُدائ د هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے.
څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.
تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.
کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“ نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“
د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.
کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“
خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“
مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.
خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.
هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بېګناه وينه تويوى،
د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى.
د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.
بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بېګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.
ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.
اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى،
د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى.
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو.
نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.