18 تۀ د بېپلاره مظلومانو محافظ يې، نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.
او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
مظلومان مۀ پرېږده چې دوباره شرمنده شى، مسکينان او غريبانان دې ستا د نوم ثنا خوان شى،
د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ، او د حاجتمندو او بېوسو د حق سره اِنصاف کوئ.
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.