Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه. پاکه خُدايه مظلومان مۀ هېروه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 10:12
15 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟


اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.


ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه، په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه څوک چې پناه غواړى له تا نه.


مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.


اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.


د خپلې ګوګوشتکې ژوند ځناورو ته مۀ حواله کوه او د خپلو مظلومانو ژوند د تل دپاره مۀ هېروه،


ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“


هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.


رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.


پاڅه، اے مالِکه خُدايه، بنى آدم چې سرکشى ونۀ کړى، د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشى.


اے د دُنيا منصفه، راپاڅه، مغرورانو له د دوئ د عملونو په مطابق سزا ورکړه.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


نو مالِک خُدائ فرمائى، ”اوس به زۀ عملى کار کوم. زۀ به تاسو ته وښايم چې زۀ څومره طاقتور يم.


تاسو به په کاميابۍ سره په خپلو دشمنانو بريالى شئ، او ټول دشمنان به مو تباه شى.


سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan